د ترکیې ټاکنې: د اردوغان ګوند له شلو کلونو وروسته سخته ماتې وخوړه
حمل 13, 1403 12:33 Asia/Kabul
د ترکیې ښاروالیو ټاکنو د رایو د سر شمېرنې لومړنۍ پایلې ښيي چې په استانبول کې د خلکو جمهوریت ګوند سیاستوال اکرم امام اوغلو او په انقره او ازمیر کې د دغه ګوند نور استازي د اردوغان د واکمن ګوند له استازو مخکې شوي دي.
ویل کېږي چې په استانبول کې د شاوخوا نیمايي رایو له شمېرلو وروسته د استانبول اوسنی ښاروال اکرم امام اوغلو تر پنځوس سلنه ډېرې رایې ګټلې دي.خو د اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا له ګوند څخه د هغه سیال مراد کریم تر اوسه یو څلویښت اعشاریه دوه سلنه رایې ګټلي دي.دا پایله د انقرې په ګډون د ترکیې په مهمو سیمو کې د اردوغان د ګوند د درنې ماتې ښکارندويي کوي.