حمل 12, 1403 14:19 Asia/Kabul
  • د هرات د کوهیانو اوبه تیزابي شوي دي

د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، د هرات په مهمو سیمو کې د اوبو څاګانې یا کوهې تیزابي شوي او اوبه یي د څښاک وړ نه دي. ویل کیږي چې د دې ستونزې اصلي لامل د اوبو د څاګانو ترڅنګ د فاضله اوبو د څاګانو کیندل دي. هم مهاله د یاد ولایت د اوبو رسولو ریاست وايي، چې خپلو پیرودونکو ته څلریشت ساعته خوندي او باکیفیته اوبه ورکوي او خلک باید د څاه د اوبو پر ځای له دې ادارې څخه خدمات ترلاسه کړي.

تگ