د امریکا حکومت: د افغان سرپرست حکومت له لوري د نیول شويو امریکايانو په اړه دقیق ارقام نه لرو
حمل 12, 1403 14:05 Asia/Kabul
دوو جګپوړو امریکايي چارواکو تایید کړې، چې دوه امریکايي اتباع په افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا یرغمل شوي دي.
د این بي سي نیوز د راپور له مخې دغو چارواکو ویلي چې نور امریکایان چې په افغانستان کې شتون لري په خپله خوښه هلته دي.په دې وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې ویلي و چې د بایډن ادارې له افغانستانه په وتلو سره امریکایان شاته پرېښي او د دغه هېواد ډېر وګړي ښايي په افغانستان کې د یرغمل په توګه موجود وي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم ویلي چې په افغانستان کې د هغو امریکايي اتباعو د شمېر په اړه چې له دغه هېواده د وتلو لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې، کره شمېره نه شي ورکولای.د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې په ډاډ سره نه شي ویلای چې دا مهال په افغانستان کې څومره امریکايي اتباع شتون لري.