کندهار مېشتي: وزګارتیا او د توکو بيو لوړوالي خلک اندېښمن کړي دي
حمل 11, 1403 14:26 Asia/Kabul
کندهار کې سږ کال روژه ډېری کسان له بې روزګارۍ څخه شکایت کوي او وايي د توکو بیو د لوړیدو تر څنګ کاروبارونه هم پيکه شوي. هغه غریب کار کسان چې په ښار کې په لاسي ګاډیو کې توکې وړي وایي، په ورځ کې پنځوس افغانۍ هم نه شي ګټلای او نه شي کولای خپلي کورنۍ وساتي.