په پاکستان شوي ترهګریز برید په اړه د سرپرست حکومت غبرګون
حمل 08, 1403 13:38 Asia/Kabul
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د چینايي انجینرانو پر موټر تر برید وروسته د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او دا یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابولو هڅه بللې ده.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د دغو اړیکو مخالفانو ته اجازه ورنکړي چې د سیمې په ناامنه کولو سره خپلو شومو موخو ته ورسېږي.د يادونې وړ ده، چې د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته يوه ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چينايي انجنيرانو موټر سره وجنګاوه.په دې چاودنه کې کې د پنځو چینایي اتباعو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.پاکستاني تحریک طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
خبریال: احمد خالد امرخیل