امیرخان متقي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر صادقانه هڅو ټینګار وکړ
حمل 08, 1403 12:28 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم اغا سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، دوی سره په لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ستونزو هوارې لپاره باید په ګډه کار وشي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل په همدې اړه یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې غونډې موخه د سوداګريزو، ترانزيټي او اقتصادي اړيکو پياوړتيا وه.د هغه په وينا، په دې کتنه کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال د دواړو هېوادونو د سوداګريزو او ترانزيټي ستونزو د حل لپاره د هڅو څخه ډاډ ورکړی دی.
احمد خالد امرخیل