په ننګرهار کې وسله وال غله نیول شوي
حمل 06, 1403 15:29 Asia/Kabul
په ننګرهار ولایت کې د غلو اتلس کسیزه ډله نیول شوې، چې د امنيتي ځواکونو له نامه څخه په ګټې اخیستنې د خلکو کورونه لوټل. د امنیه قوماندانۍ مسولین وايي له دې غلو سره نهه میله وسلې او يو شمیر نورو تجهیزات هم نیولي دي. د غلا په تور نیول شو کسانو بیا خبریالانو سره د خبرو پرمهال په خپل ترسره کړي جرم اعتراف هم کړی دی.