حمل 05, 1403 15:24 Asia/Kabul
  • د بریښنا تولید او ساختماني برخو کې د یوشمېر پروژو تړونونه لاسلیک

سرپرست حکومت له خصوصي سکتور سره د برېښنا رسولو او ساختماني چارو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د سرپرست حکومت رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال دفتر اعلان ګړی چې د اوبو او برشنا شرکت له خصوصي سکتور سره د څلور میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا رسولو او ساختماني پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.د دغو پروژو تړون نن یکشنبه په کابل کې د رئیس الوزرا وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شو.په دغو پروژو کې په سروبي ولسوالۍ کې د څه د پاسه درویشت مېګاواټه لمريزې برېښنا توليد، په هرات ولايت کې د دوو سب سټېشنونو جوړول او په دغه ولايت کې د دوه سوه شل کيلوواټه برېښنا مزو غځول، او په کوټه سنګي سیمه کې د يوه سوداګريز مرکز جوړول شامل دي.

تگ