حمل 04, 1403 14:46 Asia/Kabul
  • په غزه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا رایې اچونې لړۍ ځنډېدل

اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو نن سهار د رفح په ختیځ کې د استوګنې یو کور په نښه کړی.

د دغه برید په پایله کې پنځه فلسطیني ماشومان شهیدان او اووه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا په غزې کې د الشفاء روغتون کلابندي لاهم دوام لري، هم مهاله فلسطیني چارواکو راپور ورکړی چې پر الشفا روغتون د صهیونیستي رژیم برید له امله تر دې مهاله سلو څخه زیات فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.

په غزه کې د فلسطین روغتیا وزارت اعلان کړی چې د غزې د جګړې د قربانیانو شمېر له دوه دیرش زره څخه اوښتې او کابو څلور آویا زره درې سوه تنه نور بیا په دې جګړه کې ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغې تړانګه کې د استوګنې په سیمو او ملکیانو د صهیونیستي رژیم بریدونه لاهم دوام لری. د یو بل خبر له مخې د ملګروملتونو لوی منشي انتونیو ګوترش نن د مصر او غزې له پولو څخه لیدنه کړې ده.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږی چې صهیونیستي رژیم اعلان کړی چې د امریکا له ملاتړ پرته حتی د مصر پولې ته نږدې په رفح ښار باندې د حملې پلان لري.

 

تگ