د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستیو کړکیچونو د هواري لپاره هڅو پيل
په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت سفیر سردار محمد شکیب د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره لیدلي دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو د حل او د دوه اړخیزو، سوداګریزو، سیاسي او هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي دي.
دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو د پاکستان لهخوا بریدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا او د دواړو لورو ترمنځ د فرضي کرښې ته څیرمه د جګړو د زیاتېدو لامل شوی دی.
سرپرست حکومت د پاکستان دغه بریدونه د افغانستان پر خاوره تیری بللې او غندلې یې دي. د کابل د چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې اته ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یي د پاکستاني تحریک طالبانو غړي به نښه کړي دي.
بلخوا بیا پاکستاني تحریک طالبان وايي چې په افغانستان کې شتون نه لري او د دوی عملیات د پاکستان له خاورې ترسره کېږي.