حوت 27, 1402 13:52 Asia/Kabul
  • د هېواد سرپرست وزیر او پاکستان بهرنیو چارو وزیر ترمنځ ټلیفونې اړیکه

د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار سره ټیلیفوني خبرې کړې او هغه ته یې کابل ته د راتګ بلنه ورکړې ده.

محمد اسحاق دار په دې وروستیو کې د شهباز شریف په کابینه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی دی. متقي محمد اسحاق دار ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ویلې او زیاته کړې، چې په سیمه کې مثبت تعامل ورځ په ورځ زیاتېږي، د سیمه ییزو بنسټیزو پروژو عملي کار پیلېږي او تمه ده چې پاکستان په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي. متقي په دې ټلیفوني خبرو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو، ناروغانو او سوداګریزو ترافیکو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د شته ستونزو پر حل ټینګار وکړ. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هم ویلي دي چې د خپل ماموریت پر مهال به د اړیکو د ټینګولو او پراختیا هڅه وکړي.

 

تگ