حوت 26, 1402 13:56 Asia/Kabul
  • په دغه برید کې د اردو ۵ تنه افسران وژل شوي او تر ۲۰ زیات نور ټپیان شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد تحریک طالبانو ته نیږدې وسله والې ډلې په یوه ځانمرګي برید کې د پوځ یو مرکز په نښه کړی دی.

په شمالي وزیرستان کې ځینو سرچینو ویلي چې د حافظ ګل بهادر ډلې چې پاکستان تحریک طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په ګډه یې د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د پوځ یو مرکز په نښه کړی.

د سرچینو په حواله زیاته شوې لومړی برید د موټر بم په چاودنې سره ترسره او له دې وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو او دغو وسله والو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې ده.

لومړني راپورونه ښيي چې په دغه برید کې د پاکستان ملي پوځ پنځه افسران وژل شوي او تر شل تنو ډیر ټپیان شوي دي.

تگ