حوت 23, 1402 15:09 Asia/Kabul
  •  افغان لوبډلې په وروستۍ پنځوس آوریزه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلند څخه د درېیو یو ورځنیو لوبو سیریز دوه – صفر وګاټه.

افغانستان تېره شپه د دې سیالیو په وروستۍ یا دریمه لوبه کې له ایرلند سره د شارجې په میدان کې مخ شو.افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د دوه سوه اته دیرش منډو هدف وټاکه. بلخوا ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره وکولای شول یوسلو نولس منډې ترسره کړي.د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي جانتان ټراټ په دې لوبه کې د ورو توپ اچوونکو ستاینه وکړه چې افغان ټیم یې بریا ته ورساوه.د افغانستان لپاره محمد نبي تر ټولو ډېرې پنځه ویکټې واخیستې او یواځې ولس منډې یې ورکړې.د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې راتلونکې جمعه د افغان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ شل آوریزه سیالیو سریز هم پیل شي.

تگ