حوت 23, 1402 14:43 Asia/Kabul
  • د کنړ سیند  په اوږدو کې ۲۴ زره هکتاره ځمکه شنه شوې ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی، چې د افغانستان په ختیځ کې د کنړ د سیند په اوږدو کې څلریشت زره هکتاره غیر مصرفي او د خړوبولو ځمکې په شنو کرنیزو ځمکو بدلې شوې دي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ځمکې په کونړ ولایت کې د ګرین ګرانډ پروژې پر بنسټ شنې شوې دي.په دې خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې په دې پروژه کې د دغو ځمکو د حاصلخيزولو لپاره له سيمه ييزو او عصري اوبو لګولو سیستم څخه کار اخيستل شوى دى.ویل کېږي چې دغه عمل د دې لامل شوی چې څه باندې شپږ سوه پنځوس زره کسان له دغو ځمکو ګټه پورته کړي.د دغو ځمکو ډېره برخه د غنمو د کښت لپاره کارول شوې ده

تگ