حوت 22, 1402 14:35 Asia/Kabul
  • افغانستان او افریقا تر ټولو زیاتې نجونې له زده کړو بې برخې کړي

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یا یونسکو په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو کې نجونې د زده کړو په برخه کې شاته پاتې دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې تر ټولو ډېرې نجونې له ښوونځي بې برخې دي او په دغه هېواد کې اووه پنځوس سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

دا مهال د څوارلسوه دریم هجري  تعلیمي کال د پیل په مناسبت یو ځل بیا ښځینه زده کوونکو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ښوونځیو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.

د سرپرست حکومت په رامنځته کېدو سره د نجونو پر زده کړو تدریجي ډول سره بندیز ولګول شو. له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي او پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو پر ګډون بندیز لګول شوی دی.

 

تگ