حوت 22, 1402 13:38 Asia/Kabul
  • د ښځو د حقونو یوه فعاله او د پوهنې د حقونو دوه فعالان باید خوشې شي

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د سرپرست حکومت له بندخونو د ښځو حقونو فعالې منېژه صدیقي او د پوهنې د حقونو فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د خلاصون غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې دغه درې کسان د سرپرست حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې طالبان د دغو دریو فعالانو پر ضد شواهد نه لري، خو سرپرست حکومت د دوی له خوشې کولو ډډه کوي.

دغه سازمان د افغانستان له خلکو وغوښتل چې په ټولنیزو شبکو کې د دغو دریو افغان فعالانو د خلاصون له کمپاین څخه ملاتړ وکړي او د هغوی د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو غوښتنه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي و، چې منېژه صدیقي د دوه زره درویشتم کال د اکټوبر په نهمه ورکه شوه او وروسته د طالبانو په بند کې وموندل شوه. سرپرست حکومت د ښځو د حقونو د دغې فعالې د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

 

تگ