د افغانستان او ایرلنډ د یو ورځنیو لوبو لړۍ دوام
دواړه لوبډلې به سبا په دریمه لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي
حوت 21, 1402 15:28 Asia/Kabul
ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه سبا سه شنبه ترسره شي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر مهال څلور بجې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د وروستۍ لوبې په درشل کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو د وروستي تمرین انځورونه خپاره کړل.د دواړو لوبډلو دوهمه لوبه چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ ترسره شوې وای، د باران له امله لغوه اعلان شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.د یادونې وړ ده چې له دغو دریو سیالیو وروسته به د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ شل اوریزې سیالۍ هم ترسره شي.