د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو سره هم مهاله په غزه کې د نیواکګر رژیم جنایتونو دوام
د صهیونیستي رژیم په وروستیو بریدونو کې شاوخوا نولس فلسطینیان په شهادت رسېدلي
نن دوشنبه هم خبری سرچینو د غزې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بمباریو څخه خبر ورکړی او زیاته کړې چې د دې بریدونو له امله شاوخوا نولس فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
د فلسطيني رسنيو د خبر له مخې، نن سهار د الزيتون په سيمه كې د فلسطيني مقاومت ځواكونو او صهيونيستي رژیم ځواكونو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوي دي. د مقاومت ځواکونو د خان یونس ښار په بنی سهیلا سیمه کې هم له نیواکګرو سره نښته کړې ده.په همدې حال کې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د رفح ښار په ختیځ کې بمباری ترسره کړې ده او د استوګنې په یو کور یې د هوایی برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ درې تنه غړې شهیدان کړي دي.همدا راز نن د صهیونیستي رژیم ځواکونو لخوا په الزیتون سیمه کې د الفاروق جومات ته څیرمه په یوه کور باندې د برید په ترڅ کې شپاړس فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.د غزې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په دې سیمه کې د شهیدانو شمېر له ۳۰ زرو څخه اوښتی دی.