حوت 21, 1402 15:15 Asia/Kabul
  • پاکستان له ویزې پرته افغان ناروغانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي

یو شمېر سرچینو خبر ورکړی چې د تورخم لاره يو ځل بيا د بې ويزې ناروغانو پر مخ تړل شوې ده. د ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، پاکستاني لوري له څه مودې راپدیخواه د تورخم دروزاره د افغان ناروغانو پرمخ تړلې ده.

په ننګرهار ولایت کې د سرپرست حکومت اطلاعاتو او کلتور رئیس قریشي بدلون وايي، د تورخم لاره له شلو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري د هغو افغان ناروغانو پر مخ تړل شوې چې ویزې نه لري.د هغه په وينا، تر اوسه د پاکستان له لوري د دې لارې د تړلو لامل نه دى په ډاګه شوى.په همدې حال کې هغه ناروغان چې غواړي له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.دوی له سرپرست حکومت او پاکستان څخه غواړي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.کابو دوه میاشتې وړاندې پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغان ناروغانو پر مخ وتړله چې له ویزې پرته هېواد ته داخلېدل

تگ