حوت 21, 1402 15:08 Asia/Kabul
  • نن دوشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان شوې ده

سترې محکمې نن دوشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده. سترې محکمې تېره شپه ناوخته د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د کب میاشتې شلمه نیټه د روژې میاشتې لومړۍ نیټه اعلان کړې ده.

د سرپرست حکومت د میاشتې د لیدو کمیټې اعلان کړی چې، د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د روژې مبارکه میاشت لیدلې او دغه شاهدان د افغانستان د محکمو له خوا د اعتبار وړ پيژندل شوي دي، نو له دې مخې نن دوشنبه د روژې مبارکې میاشت لومړۍ نیټه اعلان کړې.بلخوا د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه کې ليکلي چې د هېواد د سترې محکمې د پرېکړې او د دغه بنسټ له خوا د روژې د مياشتې د ليدلو د تاييد پر بنسټ، د دوشنبې ورځ په ټول افغانستان کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.سعودي عربستان هم نن دوشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

تگ