حوت 21, 1402 15:03 Asia/Kabul
  • ملا حسن اخند د غزې د خلکو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده

د سرپرست حکومت رئیس الوزرا د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت په يوه خپاره شوي پیغام کې دغه مياشت د توبې او عبادت مياشت بللې او د مسلمانانو د ځان بسياينې، خواخوږۍ او يووالي، د سولې او رحمت او ورورولۍ لپاره يې يوه موقع بللې ده.

د سرپرست حکومت رئیس الوزرا په خپل پیغام کې له نړیوالو اسلامي سازمانونو وغوښتل چې د غزې د خلکو ملاتړ وکړي.ملا حسن اخند ویلي، هغه څه چې په غزه کې تیریږی د بشریت په تاریخ کې یو تور داغ دی او هغه هیوادونه چې تل دغه ظلمونه کوی او یا یې د مخنیوی لپاره رښتینې هلې ځلې نه کوي د صهیونیستي نیواکګر رژیم ملاتړ دی . نوموړې فلسطین د اسلامي نړۍ نه بېلېدونکې برخه ګڼلې او ویلي یې دي چې غزه تر سخت ظلم او وحشت لاندې ده. د سرپرست حکومت مشر زیاته کړه چې نړۍ د دې وضعیت د مخنیوي هڅه نه کوي او په خلاصو سترګو ورته ګوري.

تگ