د افغانستان سرپرست حکومت : پر «المعمدني» روغتون بمباري د بشریت ضد جنایت دی
د افغانستان سرپرست حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې پر المعمدني روغتون بمباري غندلې او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.
د سحر افغانستان تلویزیون د سیمه ییز دفتر د راپور له مخې، د افغانستان سرپرست حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې پر المعمدني روغتون بمباري غندلې او دا یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو خلکو او دولتونو، هغه سازمانونو چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو له سازمان څخه غواړي چې ژر تر ژره د صهیونیستي رژیم د وحشت د تکرار مخه ونيسي. که د امکان تر حده د دې وحشت او بربریت مخه ونه نیول شي، کېداي ي چې په سیمه کې وضعیت لاپسې خراب شي او د هغو غبرګونونو لپاره به لاره پرانیزي چې له کنټروله بهر وي او ټولې نړۍ او سیمې ته زیان ورسوي.
د افغانستان سرپرست حکومت د صهیونیسټي رژیم له دریځونو د ځینو هیوادونو په ملاتړ په نیوکې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د ترهه ګرۍ د زیاتولو لپاره د ځینو هیوادونو ښکاره ملاتړ او ځینو چوپتیا د دغه جنایت د دوام زمینه برابره کړې ده.
په دغه بیانیه کې راغلي دي: «مونږ د فلسطین او هغو هیوادونو او بنسټونو سره موافق یو چې په بېړني ډول د روان نسل وژنې مخه نیسي او مجرمین عدالت ته راکاږي.»