سرطان 31, 1402 18:50 Asia/Kabul

د چارسمبالي حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، پاکستان د افغانستان د لوړو زده کړو د نظام د ښه والي په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې په دې برخه کې د یوې حل لارې د پیدا کولو کار دوام لري.

د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې پاکستان به له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې څه ډول همکاري وکړي، خو د دې خبرپاڼې له مخې د لوړو زده کړو وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له اصف دراني سره لیدلي او له پاکستانه يې د همکارۍ غوښتنه کړې.

په دې کتنه کې ندا ​​محمد ندیم افغان زده کړیالانو ته د ویزو د ورکړې د ستونزو د حل، افغانستان ته د درې زره تحصیلي بورسونو ورکول، د استادانو د وړتیاوو د لوړولو او د لوړو زده کړو د سیستم د پراختیا په اړه خبرې کړي.

دا افغانستان ته د اصف دراني لومړی سفر دی. نوموړی تېره میاشت د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و.

د زده کړو په برخه کې له پاکستانه د طالبانو د همکارۍ غوښتنه په داسې حال کې ترسره شوې چې دغې ډلې له شاوخوا شپږ سوه اویا ورځو راهیسې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

 

تگ