سرطان 31, 1402 18:42 Asia/Kabul

له هرات ولایت څخه په افغانستان کې د تولیدو شویو د انارو د نوشابو لومړۍ جوپه امریکا ته صادر شوه.

له افغانستانه د امریکا تر وتلو دوه کاله وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان سوداګریز توکي امریکا ته صادرېږي.

خو د امریکا د سوداګرۍ ادارې په رسمي وېبپاڼه کې راغلي چې افغانستان په دوه زره نولسم میلادي کال کې د اوه سوه اوه نوي میلیونه ډالرو په ارزښت د دوه اړخیزه سوداګرۍ په لرلو سره د امریکا یو سل او پنځم سوداګریز شریک دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، په افغانستان کې تولید شوې نوشابې د سیمې په هېوادونو کې هم ښه بازار لري او له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې یې د صادراتو لړۍ پیل شوې ده.

ویل کیږي چې د کابل او هرات په ګډون د افغانستان په فابریکو کې د بېلابېلو نوشابو له پنځوسو څخه تر شپیتو کانټینرونه د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو او پاکستان ته صادرېږي.

 

تگ