سرطان 31, 1402 18:26 Asia/Kabul

د چارسنبالي حکومت د کابل والي امريکا په افغانستان کې د داعش ډلې پر ملاتړ کولو تورنه کړې ده.

ښاغلي خالد په یوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې هغه داسې اسناد لري، چې ښيي د داعش ملاتړ د امریکا متحدو ایالتونو له خوا ترسره کېږي.ده ویلي دي، دښمن نه غواړي چې د افغانستان ځورېدلی او کړېدلي ملت ارامه اوسي او له بېلابېلو لارو د هېواد ورانۍ ته فتنې پيدا کوي.دغه طالب چارواکي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي چې هيڅ داسې اسناد او شواهد نشته چې وښيي د القاعده شبکې مشر دې په کابل کې وژل شوی وي.د کابل والي د خپلو خبرو په يوه برخه کې د تېر حکومت له غړو څخه چې اوسمهال له هېواده بهر اوسي، غوښتي دي چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

تگ