سرطان 26, 1402 19:30 Asia/Kabul

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په دوه یمه لوبه کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ماته وخوړه.

په دغه لوبه کې لومړی افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړې شوه چې بیا د شپږو ویکټو په توپیر د کوربه لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

په دغه شل اوریزه لوبه کې چې د کرکټ د شورا د پرېکړې له مخې اولس اورونو ته راکمه شوه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو یو سل او شپاړس منډې وکړي.

بنګلهدېشۍ لوبډلې وکولای شول چې په وروستي اور کې یو سل او نولس منډې وکړي او ټاکلی هدف ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د پنځوس اوریزو یا یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ اتلولي خپله کړې وه.

 

تگ