سرطان 26, 1402 19:16 Asia/Kabul

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر سره لیدلي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دغه کتنه کې یې یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او په دغه هېواد کې یې د سیمه ییزو نوښتونو لپاره د ملګرو ملتونو پر ملاتړهم خبرې کړي.

حسن کاظمي قومي ویلي، د سیمې هېوادونه له طالبانو سره پر همکارۍ او تعامل، دارنګه له ترهګرۍ او نشه یی توکو سره د مبارزې په برخه کې په یوه نظر دي.

ښاغلي قمي ویلي دي چې له افغانستانه د امریکا له نامسوولانه وتلو وروسته ایران ته د افغان کډوالو د راتګ د ډېروالي او د افغانستان د چارسمبالي حکومت د واکمنۍ د پیل په اړه هم خبرې وشوې.

په افغانستان کې د ایران سفیر څرګنده کړې چې په ایران کې یولک او پنځوس زره زده کوونکي، پنځه دېرش زره زده کړیالان او څه باندې یو میلیون افغان کارګران شته او ویلي يې دي چې د ایران لپاره د دغې مسلې کلنی لګښت لس میلیارده ډالره دی.

 

تگ