په کابل کې په ماینونو ککړې ۳۶ سیمې له ماینونو پاکيږي
پېښو ته د رسېدو وزارت د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ ادارې له مدیر سره په کتنه کې د کابل ښار له جګړې څخه د پاتې په ماینونو د ککړو شپږ دېرش سیمو د پاکولو په اړه خبر ورکړی چې د جګړې له مهاله راپاتې دي.
د چارسمبالي حکومت ، پېښو ته د رسېدا وزیر د افغانستان په پلازمینه کې د نفوسو ډېرېدا ته په کتلو سره په کابل کې د ککړ سیمو پاکول په خپلو لومړيتوبونو کې ګڼلي او په ټول هېواد کې يې د دغه ډول ککړو ځمکو په پاکولو ټينګار کړی دی.
د هیلو ټرسټ ادارې مشر هم ویلي دي چې له کومې امنیتي ستونزې او کوم بل خنډ پرته به په ټول افغانستان کې د ماین پاکۍ او له جګړو د راپاتې ناچاوده توکو د خنثی کولو چارې ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې د زیانمنو او په ماین ککړو سیمو د موندلو ملي پروژه په دوو پړاوونو کې پلې شوې وه او درېیم پړاو یې د بودیجې د نشتوالي له امله په نیمه کې پاتې شوی و. اوس د چارسمبالي حکومت چارواکو د هلو ټرسټ موسسې څخه د ماین پاکولو په برخه کې د دوامداره همکارۍ غوښتنه کړې.
په افغانستان کې په ماینونو او په پوځي تجهیزاتو د ککړو سیمو د پاکولو بهیر له نولس سوه نهه نوي یم کال راهیسې دوام لري.