د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر د افغانستان د افغان ترانس د اوسپنې پټلۍ د تخنیکي کتنې په موخه د دې ادارې له یوه پلاوي سره پاکستان ته سفر کړی دی.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې د دغې ادارې مشر بخت الرحمن شرافت به د پاکستان او ازبکستان د اورګاډي له چارواکو سره په درې اړخیزه ناسته کې د افغان ترانس د اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو د پړاو د پیل په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ترانز افغانستان د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو طرحه، چې موخه یې د یوې اقتصادي لویې لارې د جوړولو په موخه چې منځنۍ اسیا د هند سمندر له اوبو سره نښلوي، په دوه زره اته لسم میلادي کال کې وړاندې شوې وه، خو د دغو درې واړو هېوادونو اوسپنې پټلۍ د چارواکو تر منځ له ګڼو ناستو سره سره يې د تخنیکي مطالعاتو کار لا هم نه دی پیل شوی.
د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت څه دپاسه څلور نيم مليارډ ډالره اټکل شوى او پنځه سوه او درې اويا کيلومتره اوږدوالى به ولري.
ویل شوي، چې د اوسپنې دغه پټلۍ به له ترمذ څخه پیل او د مزارشریف او کابل له ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته به د پېښور ښار ته رسېږي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان حکومت د دغې پټلۍ د جوړولو لپاره له نړيوال بانک څخه د څلور نيم ميليارده ډالرو د پور غوښتنه کړې وه او ټاکل شوې وه، چې د دې پټلۍ تخنيکي څېړنې به د پاکستان او ازبکستان په لګښت ترسره شي.