افغان کرکټ لوبډلې د دوه وېکټو په توپيربنګله دېش ته لوبه وبایلله
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالي د لوبې د وروستي اور په پنځم توپ د کوربه لوبډلې بنګله دېش په بريا سره پای ته ورسېده.
پرون د جمعې په ورځ د غه سیالي تر سره شوه چې په کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره يې په شلو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د یو سل او پنځه پنځوس منډې هدف وټاکه. د دغې لوبې په دوه یمه نیمايي کې افغان لوبډلې توپ اچونه پیل کړه چې بنګله دېش یې په وړاندې اتو لوبغاړو به سوځېدو سره یاد هدف د وروستي اور په پنځم توپ پوره کړ او بریا یې په خپل نامه ثبت کړه. د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې کریم جنت درې ړنګې یا هيټریک وکړ او راشدخان، محمدنبي، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزي او فرید ملک یو یو لوبغاړی وسوځاوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي. دواړو لوبډلو تر دې وړاندې د یو بل پر وړاندې درې پنځوس اوریزې لوبې کړي، چې لومړۍ دوه لوبې افغان لوبډلې او وروستۍ هغه بیا بنګله دېش ګټلې وه.