سرطان 24, 1402 20:54 Asia/Kabul

باختر دولتي خبري آژانس په هلمند ولايت کې د قاچاق وړونکو اوسپنې د يوې ډيپو د موندنې خبر ورکړی.

دغه خبري آژانس دهلمند دپوليسو د چارواکو له خولې ليکلي دي چې امنيتي ځواکونه پرون په دې بريالي شول چې پاکستان ته د دريو جوپو اوسپنې د لېږدونې مخه ونيسي .د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اوسپنې په څو موټرو کې ځاى پر ځاى شوې وې او قاچاق وړونکو غوښتل دغه بار پاکستان ته قاچاق کړي. د دې پېښې په تړاو څو کسان نیول شوي هم دي.د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د پولیسو سرچینو ویلي چې په دغو باروړونکو موټرونو کې لسګونه ټنه اوسپنه بار وه.پاکستان د افغانستان د قاچاقي توکو یو له مهمو ځایونو څخه ګڼل کيږي. په تېرو ورځو کې په ننګرهار ولايت کې هم د لرغونو اثارو يوه زېرمه موندل شوې او ترلاسه شوې وه. د ننګرهار امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې یوه لارۍ یې هڅه کوله، چې د هېواد ډېر شمېر لرغوني آثار پاکستان ته قاچاق کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

 

تگ