سرطان 24, 1402 20:47 Asia/Kabul

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار وايي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانانو په ایران کې څه باندې یو سل او پنځوس میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

د محمد مهدي جوانمر قصاب په وینا، په ایران کې د افغانستان پانګونه که څه هم لږه ده، خو د شمېر له پلوه د پام وړ ده.د راپورونو له مخې تېر کال په ایران کې تر ټولو ستر بهرني پانګوال افغانان وو. په ورته وخت کې د ایران اقتصاد ته د افغانانو له خوا د نغدو پیسو راوړل هم د شمېر او ارزښت له پلوه خورا ډېر شوی دی.په همدې لړ کې تېره چهارشنبه په ایران کې د افغان پانګوالو د تولیداتو په وړاندې د پرتو خنډونو د لېرې کولو او د اسانتیا رامنځته کولو د کمېټې لومړۍ غونډه د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په دفتر کې جوړه شوې وه.جوانمرد قصاب زیاته کړې چې د دې کمیټې د غونډو موخه په ایران کې د افغان پانګوالو د هڅونې او جذب په برخه کې د خنډونو د لرې کولو او همدارنګه د هغو ایراني پانګوالو ملاتړ کول دي چې په افغانستان کې په سوداګریزو، امنیتي او قضايي برخو کې کار کوي.

تگ