د کرنې او مالدارۍ وزارت : په نږدې راتلونکي کې به د کرنې په برخه کې په ځان بسیا شو
سرطان 24, 1402 20:29 Asia/Kabul
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسنبالی وايي، چې ډېر ژر به افغانستان د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.
عطاالله عمري له رسنیو سره په خپله وروستۍ مرکه کې د افغانستان د کرنې پر وضعیت او په دې برخه کې پر شته ننګونو خبرې کړي دي. عمري همداراز ټینګار کړی چې افغانستان باید د کرنې په برخه کې له یوه وارداتي هېواد څخه په صادرونکي هېواد بدل شي.د کرنې وزارت چارسمبالي زیاته کړې چې په تېرو دوو کلونو کې د کرنیزو توکو د صادراتو د ډېروالي لپاره هڅې شوې دي. عمري هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان وکولای شي د اړتیا وړ کرنیز توکي په هېواد کې دننه تولید کړي.عمري دغه راز د هېوادوالو د اړتیا وړ کرنیزو اوبو د چمتو کولو په برخه کې د هېواد د اوبو د مدیریت په اړه هم ډاډ ورکړی.