سرطان 24, 1402 20:24 Asia/Kabul

په ورته وخت کې پاکستانيو رسنیو نن سهار په افغانستان کې د جماعت الاحرار د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکړی.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې محمد داوود زی په څو بریدونو او هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تور تر څارنې لاندې و. دې ورځپاڼې د پاکستان د طالبانو د تحریک د سرچینو په حواله لیکلي چې د جماعت الاحرار دغه قومندان د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ناڅرګندو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی خو د دغه برید د کره ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، لکه څنګه چې پکتیکا د پاکستان د طالبانو د تحریک له اډو څخه ګڼل کیږي، د افغانستان نورستان او کونړ ولایتونه هم د جماعت الاحرار د غړو له مرکزونو څخه ګڼل کیږي. راپور زیاتوي، چې جماعت الاحرار ډله د نولس سوه نهه نويیم کال په اسد میاشت کې د پاکستاني طالبانو له ډلې سره یوځای شوه، خو وروسته له هغه چې د دې ډلې بنسټګر عمر خالد خراساني د افغانستان په ختیځ کې د اسد په میاشت کې ووژل شو، د پاکستان د طالبانو له تحریک څخه بیا جلا شوه.

 

تگ