سرطان 24, 1402 20:13 Asia/Kabul

د کابل – کندهار د لويې لارې د يوې برخې د پخولو پروژه نن د چارسمبالي حکومت د اقتصاد وزارت د مرستيال په شتون کې پرانيستل شوه.

 ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په یوه ټویټ کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر له مسوولو شرکتونو غوښتي چې دغه سړک ژر تر ژره او په ښه کیفیت بشپړ کړي.د قیر اچونې دغه پروژه د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې له ارغندي سیمې څخه د میدان وردګو تر دراني بازار پورې سرک پوښي. د دې پروژې لګښت چې اووه ویشت کیلومتره اوږدوالی او یوولس متره سور لري، یو میلیارد افغانۍ اټکل شوی دی.د کابل-کندهار لویه لار د افغانستان یو له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ده چې د هېواد سوېل او سوېل لویدیځ ولایتونه له کابل سره نښلوي. د دغې لويې لارې ویجاړتیا تل د مسافرو او موټر چلوونکو لپاره د ترافيکي پېښو او ترانزيټي ستونزو لامل شوي ده.

تگ