اندونیزیا ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي سفر
سرطان 24, 1402 20:08 Asia/Kabul
د چارسمبالِ حکومت چارواکو خبر ورکړی چې په اندونیزیا کې یې د افغانستان د سفارت تر ارزونې وروسته د دغه سفارت ډیپلوماټانو ته اړینې لارښوونې کړې دي.
د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پلاوی د دغه وزارت د سیاسي دفتر د مرستیال مغفورالله شهاب په مشرۍ جاکارتا ته تللی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوي د اندونيزيا له يو شمېر پوهانو، سياستوالو او سوداګرو سره هم لیدلي او د دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا يې خبرې کړي دي.ویل شوي، چې دغه پلاوي د سریلانکا، بنګله دېش او سنګاپور له سفیرانو او د سفارتونو له مرستیالانو سره هم لیدلي دي.په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت د سیاسي مشروعیت له نشتوالي سره سره د یو شمېر هېوادونو له خوا د افغانستان یو شمېر سفارتونه دوی ته ورسپارل شوي دي.