له تاریخ تېرو او د ټيټ کیفیت خوراکي توکو سره مبارزه
سرطان 19, 1402 18:29 Asia/Kabul
په زابل ولايت کې شپږ ټنه تاريخ تېري خوراکي توکي له منځه يوړل شول. د زابل ولایت اړوند چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د کلات ښاروالۍ له لوري شپږ ټنه خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.په ورته وخت کې د زابل خلک د کلات ښاروالۍ د دغو کړنو ستاينه کوي او وايي چې په دې برخه کې بايد لا جدي پاملرنه وشي.