سرطان 17, 1402 19:17 Asia/Kabul

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره خپله دوه یمه لوبه پیل کړه او په پنځوسو اورونو کې يې ۳۳۱ منډې وکړې.

دغه لوبه د کابل پر وخت د غرمې په دولس نیمو بجو د بنګله دېش د چادوګرام ښار په زاهور احد چوردي لوبغالي کې پیل شوې. د افغانستان د کرکټ لوبغاړو په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړې وه.د لوبې د پیل توپ وهنه افغان لوبډلې پيل کړه او پیلیز توپوهونکي يې ښه وځلېدل. په پيلیزو توپ وهونکو کې رحمان الله ګربزد دیارلس څلوریزو او اته شپږيزو پر مټ په یو سل او پنځه ویشت توپونو یو سل او پنځه څلوېښت منډې وکړې. نوموړی د شکیب الحسن په توپ وسوځېد. رحمت شاه ښه ونه ځلېدو او په پنځو توپونو يې یوازې دوه منډې وکړې او وسوځېد. حشمت الله شاهدي هم په دوه منډو د مهدي حسن له خوا وسوځېد.

تگ