سرطان 17, 1402 19:11 Asia/Kabul

په ورته وخت کې نن سهار یو شمېر وسله والو کسانو د ایران د زاهدان ښار د شپاړسمې حوزې د پولیسو پر پوسته برید کړی.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایتونو څارنوالۍ هم په دغه نښته کې د پولیسو یو سرتیری له شهادته خبر ورکړی.سرچينې زياته کړې، چې بريد کوونکي په ځانمرګو کمربندونو سمبال وو او د کمربند د چاودېدو له امله يې دوه تنه وژل شوي هم دي. ویل شوي، چې بریدګر د پولیسو مرکز ته د ننوتلو د دروازې مخې ته په چاودنه کې بریالي شول.په ټولنیزو شبکو کې د دغې نښتې خپاره شوي انځورونه ښيي چې بریدګر د پولیسو د دغه مرکز د څارنې له برج څخه پر امنیتي افسرانو او خلکو ډزې کوي.د دواړو خواوو ترمنځ نښتې او ډزو څو ساعته دوام وکړ خو دغه شخړه د ایران د پولیسو له خوا د دوو نورو بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسیده.تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ترهګریز برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تگ