سرطان 17, 1402 18:52 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت چارواکو په سرپل کې د قشغري د تېلو له څاه څخه د ازمایښتي راویستنې خبر ورکړی. شهاب الدین دلاور د نفتو دغه زېرمه د هېواد له مهمو اقتصادي سرچینو څخه بللې.

د باختر دولتي خبري آژانس د دغه خبر په خپرولو سره ويلي دي چې د کانونو او پټروليم وزارت چارسمبالی وزیر شهاب الدين دلاور سرپل ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت تېل د هېواد له مهمو اقتصادي سرچينو څخه بللي.ښاغلي دلاور زیاته کړې چې د تېلو د راویستنې له عوایدو څخه د نورو پروژو په پلي کولو کې ګټه اخیستل د طالبانو له لومړیتوبونو څخه دي.چارسمبالي حکومت د څوارلس سوه لومړي کال د کب میاشتې پر نولسمه د سرپل د کاشغري د تېلو کان د راویستنې کار پرانېست. د دغه حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال ويلي و، چې د سرپل ولايت له قشغري کان څخه هره ورځ د دوه سوه ټنه خامو تېلود راویستنې کېدون شته.په سرپل او فارياب کې د قشغري، بازار کمي او زمردساي په نومونو درې د نفتو زېرمې شته. د تېلو د دغو زېرمو کچه اووه اتیا میلیونه بیلره اټکل شوې ده.

تگ