د پاکستانۍ روپيو د دودېدو په اړه د هلمندي کارګرانو شکایتونه
سرطان 17, 1402 18:47 Asia/Kabul
د دې ولایت یوشمیر غریبکاره ولسي وګړي وايې ورځنۍ مزدورۍ يې په پاکستانۍ کالدارو ورکول کیږي چې د یادې بهرنۍ کرنسۍ اوسني ارزښت ته په کتلو دوی خپلو اړتیا وو ته رسیدنه نشي کولای. بل خوا بیا دهلمند ځایې مسؤلین دغه ولسي شکایتونو ته په کتو د پوره پاملرني ډاډ ورکوي او وايې تر دې وروسته به غریبکارو ولسي وګړو ته د هغوی مزدوري یوازي په افغانیو ورکول کیږي .