سرطان 17, 1402 18:39 Asia/Kabul

د چارسمبالي حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بنخونو څخه د شپاړس تنو افغان وګړیو د خوشي کولو خبر ورکړی.

یاد وزارت په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي چې دغه شپاړس تنه د پاکستان د کويټې ښار له بنخونو راخوشې او نن هېواد ته راستانه شوي دي. ويل کيږي چې دغه کسان له دې امله بنديان شوي وو چې قانوني اسناد يې نه درلودل.په دې وروستیو میاشتو کې پاکستاني پولیسو په دغه هېواد کې ډېر شمېر افغان کډوال نیولي دي. د پاکستان د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د دغو کړنو لامل په دغه هیواد کې د اوسیدو له اسنادو پرته د خلکو راټولول دي. خو یوشمېر دغو پناه غوښتونکو ویلي، چې له قانوني اسنادو سره سره د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.اوس مهال په پاکستان کې د طالبانو تر واکمنېدو راوروسته ډېر شمېر افغانان چې له هېواده وتلي، ژوند کوي.

تگ