سرطان 17, 1402 18:35 Asia/Kabul

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بایربوک سره د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړي.

د پخواني ولسمشر په ټویټر پاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار کولو د بندیز پر لرې کولو ټینګار کړی دی. حامد کرزي د نجونو زده کړه د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره مهمه بللې.په دغه ویډیويي خبرو کې په افغانستان کې د دایمي سولې او ټيکاو د رامنځته کولو پر لارو چارو په ځانګړې توګه د افغانانو دخپلمنځي خبرو د ارزښت په اړه هم خبرې وشوې.حامد کرزي تر دې وړاندې هم له یو شمېر نړیوالو چارواکو سره هم خبرې کړې دي. نوموړي تر دې وړاندې په هېواد کې د روان کړکېچ د هواري په موخه د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر اړتیا ټینګار کړی و.

تگ