د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرکټ یوه ورځنۍ سیالي
دغه سیالي د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د بنګلهدېش په چټوګرام ښار کې پیل شوې.
د بنګلهدېش پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پچه ګټلې ده او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.د نن ورځې په سیالۍ کې نوی چټک توپ اچوونکی سلیم ساپی هم د لومړي ځل له پاره لوبیږي. د بنګله دېش لوبډلې تر پنځه دېرشم اوره پورې اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي او یو سل او څلور څلوېښت منډې يې کړي دي خو لوبه د باران د اورښت له امله ځنډېدلې ده. د افغان لوبډلې د ننۍ سیالۍ د یوولس کسیزې لوبډلې په جوړښت کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي او سليم ساپی شامل دي.دغه راز د بنګلهدېش په لوبډله کې تمیم اقبال، نجم الحسن شانټو، شکیب الحسن، مشفق الرحیم، لېټن ډاس، توحید، عفیف حسین، مهدي حسن میراز، تسکین احمد، مستفیظ الرحمن او حسن محمود شامل دي.د افغانستان کرکټ بورډ د لوبې ترپيل مخکې د دغو لوبو لپاره د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې چمتووالى اعلان کړی و.ټاکل شوې د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ دوه یمه یوه ورځنۍ لوبه د شنبې په ورځ او درېیمه لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ ترسره شي.