سرطان 14, 1402 19:02 Asia/Kabul

د امریکا د ټکزاس ایالت په فلاډیلفیا، بالتیمور او فورټ ورث کې د مرګونو ډزو په پایله کې لس تنه وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه ټپيان دي.

د شمېرو پر بنسټ؛ په تیرو شپږو میاشتو کې په امریکا کې د ډزو درې سوه څلویښت پیښې شوي دي.د سه شنبې په ورځ د تکزاس ایالت په فورټ ورت ایالت کې د یوې ځايي میلې نه وروسته په ډزو کې درې تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول.په فلاډلفیا کې د ډزو په یوه جلا پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی دی.د امریکا د میریلنډ ایالت په بالتیمور ښار کې دوه تنه وژل شوي او اته ویشت تنه ټپیان دي. ویل کیږي چې په ټپیانو کې سم نیمايي ماشومان دي.د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو له استازو څخه غوښتي چې د وسلو د ملکیت په قوانینو کې لازم سمون راولي.

تگ