سرطان 14, 1402 18:59 Asia/Kabul

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف؛ وايي، چې پاکستان او تاجکستان له افغانستان سره د ګاونډيتوب له امله له ورته امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ؛ خواجه محمد آصف د تاجکستان له دفاع وزیر شېرعلي مرزا سره په کتنه کې؛ په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې دهخواجه محمد اصف ویلي چې د افغانستان ټولې مسلې باید په سوله ییزه توګه حل شي.د پاکستان دفاع وزیر په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د تاجکستان د رول ستاینه کړې. هغه د دغه هېواد له وسله والو ځواکونو سره د استخباراتي او تخنیکي همکاریو د ډېرېدوغوښتنه کړې ده.په ورته مهال کې د تاجکستان د دفاع وزیر ویلي چې دوی له پاکستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان ګاونډیو او سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.

تگ