سرطان 14, 1402 18:55 Asia/Kabul

د چارسمبالي حکومت د کانونو او پټروليم وزير مولوي شهاب الدين دلاور باميانو ولايت ته د سفر په ترڅ کې د هېواد په څلرویشت ولايتونو کې د نهو ادارو په ګډون د کانونو د کيندنې د بهیر د چټکتیا او د کاني موادو د قاچاق دمخنیوي په موخه د يوې ګډې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړی.

د باميانو ولايت رسنیز دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې باميانو ته د چارسمبالي حکومت د کانونو د وزير د سفر موخه د دغه ولايت د کانونو ارزونه، کتنه ، څارنه او له سيمه ييزو چارواکو سره ليدنه او خبرې اترې دي.د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کانونو سرپرست وزیر د بامیانو له سیمه ییزې ادارې غوښتي، چې د استخباراتو په ګډون د بامیان د کانونو، مالیې، اقتصاد، کرنې، صنعت او سوداګرۍ او چاپېريال ساتنې له نهو ارګانونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه کړې چې د ویجاړۍ د مخنیوي ، د کاني موادو د قاچاق او د نباتاتو د چاپېریال د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همدارنګه د کانونو د کیندنې د چارو پر چټکتیا کې اغېزمن تمام شي. د چارسمبالي حکومت دغه چارواکي زياته کړې چې دغه کمېټې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال په امر د هېواد په څلرویشتو ولايتونو کې جوړې شوې دي.

تگ