سرطان 14, 1402 18:52 Asia/Kabul

د برښنا شرکت مسوولینو په کابل او ولایتونو کې د برېښنا د کمښت او د پرچاوۍ د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

د دغو چارواکو په وینا؛ د بریښنا د تولید ریاست اړوند؛ د نغلو او سروبي برېښناکوټونو په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې شاوخوا دوه زره دوه سوه ميګاواټه برېښنا توليد کړې چې د تېر په پرتله د برېښنا په توليد کې کموالى ښيي.برښنا شرکت له خپلو ټولو پېرودونکو څخه هم غوښتي چې د برېښنا د سپما برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو دغه شرکت وکولای شي د عامه سیستم له لارې؛ ډیری سیمو ته بریښنا ورکړي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان نږدې اتيا سلنه برېښنا له تاجکستان، ایران او ازبکستان څخه ده او د برېښنا کورني تولیدات په سلو کې دوه ویشتو ته رسیږي.د يادونې وړ ده، چې هر کال د ګرمۍ موسم په رانږدې کېدو سره په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېرېږي خو د برښنا شرکت تر اوسه په هېواد کې د اړتيا وړ برېښنا په رسولو نه دی توانېدلې.

تگ