د چارسمبالي حکومت له خوا پر ښځو بندیزونه
سرطان 14, 1402 18:49 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل په یوه مرکه کې ویلي چې د ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو لرې کول د افغانستان لپاره له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستو سره د نښلولو یوازینۍ لار ده.د یوناما دغه چارواکي په هېواد کې د ښځو د سینګارتونونو تړل کېدو ته اشاره کړې او ویلي يې دي چې دا کار د ټولنې اقتصاد ته دروند زیان رسولی شي.