د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د چارسمبالي حکومت غبرګون
سرطان 14, 1402 18:45 Asia/Kabul
سرپرست حکومت: د صهیونیستانو رژیم دغه ظالمانه کړنې د هر ډول قوانینو خلاف دي.
د افغانستان چارسمبالي حکومت په جنین کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په دوام کې د یوه ویډیوي پیغام په خپرولو سره دغه جنایتونه غندلي او د سمدستی بندېدو غوښتنه یې کړې ده.د صهیونیستي رژیم له خوا د سیمې د پرېښودو او تخليې له ادعا سره سره په نیواک شویو سیمو کې نښتې لاهم روانې دي .